ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي، ددغې پروژې موخه چې په عربی ژبه؛ دروس من القرآن(له قرآڼه درسونه)؛ په عنوان او قرآن تراوسه پورې لوستل شوی نه دی ؛ په شعار سره په یوټیوب او ټلیګرام کې پرانیستل شوې ده ، له ډيجیتلي زمانې سره په په تناسب کې او په ماډرن رودې سره دکلام الله دفهم او په قرآن کریم کې دتدبر د کلتور احیاء کول دي.
ددغې پروژې اجراکونکي چې څه دپاسه شپږ میاشتې کیږي ، مخ کتنه ئې شوې ده ، ټينګار کوي، چې د دوي د چینل مطالب په ورځې کې په یوټیوب او ټلیګرام ټولنیزو چینلونو کې کابو درو زرو کارؤنکو په وسیله مشاهده کیږي.
دوي په دې اند دي چې سره له دې چې قرآن د مسلمانانو په ژوند کې یو چورلیزي عنصر دی ، خو له هغه سره تعامل زیاتره تلاؤت او حفظ ته محدود شوی دی او څه دپاسه ۲۸۰تفسیرونو ددې په ځاي کې چې لوستونکی لاژور درک ته نزدې کړي، دوي سربداله کړي دي ؛دا په داسې حال کې دي چې لازیات تفسیرونه په قرآن کې دتدبر او تفسیر د روح د له لاسه ورکولو په بیّه پر لغوي او بلاغي ځانګړنې متمرکز شوي دي.
قرآن ؛ د تفکر لپاره یو کتاب
ددغې پروژې هدف له هغه متن څخه چې یوازې ئې باید تلاؤت وشي، له آیتونو څخه د یوه جامع تفسیر په وړاندې کولو سره له قرآنه د یوه جامع درک وړاندې کول او په ژوند کې ئې د آیتونو د اجرا ، فهم او تفکر لپاره په یوه متن د قرآن بدلول دي.
له قرآنه درسونه نومې پروژه د کارؤنکو او په دغې پروژې کې د ګډون کونکو لپاره یو دوه کلن وخت ټاکي څو خپل پروګرام بشپړ کړي او په دوو کلونو کې په قرآن کې د تلاؤت،فهم اوتدبر زده کړې وویني.
د آیتونو په معنو کې ژور زیار او تفسیر
همداراز د ټکو د یوه ساده توضیح په وړاندې کولو سره په مختلفو سویو کې مخاطبانو ته د تفسیر کونکو د نظرونو په اساس د آیت په معنا کې یو مختصر تفسیر او او لاژوره معنا وړاندې کیږي.
دغه قرآني حرکت په دې پسې دی چې دقرآني اشارو او دهغو د ژورو معنو په لټوَلو سره ، قرآن کریم ، د ژوند د یوه سټایل په توګه وړاندې کړي، نه د هغه کتاب په توګه چې یوازې د تبرک لپاره ولوستل شي . همداراز په دغې پروژې کې د قرآن د معناؤ په باب د ډيجیټلی ټولنې له مخاطبانو سره بحثونه او تعاملات هم بڼه مومي ، چې په هغو کې به ټينګار وشي چې ؛ قرآن د یوازې د تلاؤت کولو او یا د حفظ کولو لپاره کوم متن نه،بلکې د هدایت کتاب دی، دې څل راشئ قرآن پخپل زړه او ذهن سره ولولوو...
https://iqna.ir/fa/news/4284516